هلمند کې د کب او هېلیو روزنې فارمونه مخ پر ودې ده

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۱:۳
هلمند کې د کب او هېلیو روزنې فارمونه مخ پر ودې ده
۱۰ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کب او هېلیو روزنې فارمونه ورځ تر بلې ډېریږي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېریږي. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د هلمند دکرنې ریاست له خوا تېر کال ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه ستر فارمونه ورغول شول، چې دمګړۍ په کې نږدې اووه زره کبان روزل کیږي. یاد فارمونه په دې ولایت کې د کب روزنې په برخه کې د بزګرو او خلکو د عملي او نظري زده کړې په موخه رغول شوي دي، چې ګڼو بزګرو ته په کې د عملي زده کړې زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي الکو وایي، چې په هلمند ولایت کې د کبانو د صنعت د پراختیا په پار یې ډېرې هلې ځلې کړي او یوشمېر کسانو ته یې په دې برخه کې د روزنې زمینه هم برابره کړې ده. د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د کب روزنې د فارمونو د تنظیم او انسجام په پار یې د کب روزنې یوه ټولنه هم جوړه کړې ده.
د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل، چې د هلمند په څېړنیز فارم کې د کب روزنې د فارم سره جوخت د کورنیو هېلیو یو نوی فارم، چې د کب روزنې لپاره یې شتون اغېزناک دی هم جوړ کړی دی.
د هلمند دکرنې رییس زیاته کړه، دکرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د کب روزنې برخه پیاوړي کړي، ترڅو یاد ولایت د کبانو په برخه کې صادراتي حالت ځان ته غوره کړي.
ددغو فارمونو د جوړولو موخه داده، چې هلمندیان د کب روزنې فارمونو جوړولو ته وهڅیږي او له یادو فارمونو څخه د زده کړې ترڅنګ د کبانو اصلاح شوي نسلونه هم تر لاسه کړي.
د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نږدې راتلونکې به هلمند د کبانو په يو لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.
په افغانستان کې د کب روزنې ډېر شمېر فارمونه په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت