هلمند کې د چرګانو ټولنې نوې رهبري وټاکل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۱۲
هلمند کې د چرګانو ټولنې نوې رهبري وټاکل شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت په همغږۍ، په دې ولایت کې د چرګانو د فارم لرونکو ټولنې لپاره نوې رهبري وټاکل شوه.
په هلمند کې شاوخوا ۱۲۰۰ د غوښینو چرګانو فارمونه فعالیت لري، چې د هغوی د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره ټولنه جوړه شوې وه. د یادې ټولنې د پخوانۍ رهبرۍ درې کلنه کاري موده له بشپړېدو وروسته، فارمدارانو د نوې رهبرۍ د ټاکلو غوښتنه وکړه.
د همدې موخې لپاره، د ولایت د مقام په منظورۍ، د فرمانونو، حکمونو او تعقیب ریاست، استخباراتو، ښاروالۍ، عدلیې ریاست، د کرنې ریاست او د مالدارۍ امریت استازي په ګډه یوه غونډه کې راټول شول او له پراخو بحثونو او سلا مشورو وروسته یې ټول فارمداران د مالدارۍ امریت ته راوبلل.
په ترسره شوې غونډه کې د فارمدارانو له مشورو وروسته، عبدالستار د ټولنې د رییس او دلاور د مرستیال په توګه وټاکل شول.
همداراز، د عدلیې ریاست استازي ډاډ څرګند کړ چې د ټولنې د اسنادو د نوي کولو بهیر به ژر تر ژره بشپړ شي، او تر هغه وخته به ټاکل شوی ګډ پلاوی د یادې پروسې څارنه کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۳۰
Background image

کندهار کې بزګرانو ته د څاڅکو اوبو لګولو سیستم د پراختیا په موخه عملي او نظري روزنه ورکړل شوه

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ژړۍ ولسوالی د کرنې د ترویج مدیریت د تخنیکي ټیم په همکارۍ، یو شمېر بزګرانو ته د څاڅکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د اوبو د ښه مدیریت او پروژو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس ننګرهار ته سفر وکړ

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د یو مسلکي تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون. . .

بازگشت