هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۳۱
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

۱۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق  
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۵مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۷۵مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
نن ورځ سه شنبه د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٧٥مه نوبتي غونډه د الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي صاحب په مشرئ ترسره کړه.
تخنیکي پلاوي د تېر په څېر لومړی د کرنې په ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه ، وروسته یاد پلاوی د اجنډا له مخې په دو برخو وویشل سول چې لومړي کاري ګروپ په مرکز لښکرګاه کې د املاکي موضوعاتو د څیړنو او ارزونو په موخه سیندیزې حوزې عمومي ریاست له مسؤلینو سره د همغږئ ناسته وکړه او پر اړونده موضوعاتو یې نظرونه شریک کړل .
دوهم کاري ګروپ د کرنې په ریاست کې د امار/تي ځمکو اړوندو راغلو موضوعاتو باندې بحث وکړ ، د ځینو مواردو په اړه یې پریکړې وکړې او د عملي تطبیق په موخه یې تصمیمونه ونیول.
تخنیکي پلاوي همدارنګه د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډآډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت