هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۹:۴۰
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۸۵مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
ددې غونډې په ترڅ کې د تخنیکي پلاوي په ګڼو موضوعاتو او دوسیو باندې بحث او خبرې اترې وکړې.
په غونډه کې دحاجي داودشاه رحیمي د ۲۵۰ جریبه ځمکې موضوع چې د مرکزلښکرګاه بولان سیمه کې موقعیت لري او نوموړی یې د شخصي ملکیت ادعا کوي، تخنیکي پلاوي یې په اړه راپور ترتیب او مرکز ته لېږلی وو چې د یولړ نیمګړتیاو د پوره کولو په موخه یی دوسیه بېرته تخنیکي پلاوي ته لېږل شوې وه، تخنیکي پلاوی د یادو نواقصو د اصلاح په برخه کې لازم تصمیم ونیو ترڅو دوسیه یې بشپړ او مرکز ته لېږدولو ته چمتو شي.
دغه راز  د امارتي ځمکو ۸ جلده هغه موضوعات او دوسیې چې ددو اشخاصو ورباندې دعوی وه او دواړه معترف په امارتي ملکیت وه، د اشخاصو تر منځ یې معتبر ذوالید د محاکمو لخوا تخنیکي پلاوی ته ورپېژندل شوي دي، تخنیکي پلاوي پرېکړه وکړه، چې د معتبر ذوالید سره دې د موقتي اجارې په موخه یادې دوسیې د ځمکو آمریت ته ولېږدول شي. ترڅنګ یې هغه شمېر دوسیې او موضوعات چې معتبر ذوالید یې محکمې معلوم کړي دي خو ځمکه د غیرمعتبر ذوالید په لاس کې ده، یاده ځمکه اصلي ذوالید ته د سپارلو په موخه چې د کومې ادارې لخوا باید اجرا ترسره شي، د مرافعه محکمې څخه استهداء وغوښتل شوه. 
دغه راز په دې غونډه کې د نهرسراج ولسوالی د مالګیر په سیمه کې د بصیر خان د نږدې ۲۰۰۰ جریبه ځمکې موضوع چې مرکز یې د څېړلو او ارزولو غوښتنه کړې ده، تر بحث لاندی ونیول شوه او پرېکړه وشوه، چې ګډ پلاوی دې سیمې ته ولاړ شی او په سیمه کې دې نیمګړتیاوې او راپور یې چمتو شي.
په دې غونډه کې دغه راز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، د خمکود غصب مخنیوی او استرداد قانون، د اختصاصي محکمې اصولنامه چې د عدلیې  وزارت لخوا په رسمي جریده کې خپاره  شوي دي د تخنیکي پلاوي غړیو ته یو یو جلد ووېشل شول ترڅو له مخې یې خپل اجرائت ترسره کړي. 
ددې غونډې په ترڅ کې دغه راز موسي کلا ولسوالي کې د حاجي محمدنعيم، محمدعيسي خان او شريکانو  موضوع باندې خبرې اترې وشوې.
    وروستیو کې تخنیکي پلاوی دتېر په څېر د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې لسګونه کرنیزې تجربې تر لاس لاندې دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د بولان څېړنیز فارم کې د نوي کال له پیل سره سم بېلابېلې کرنیزې چارې په منظم ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

بازگشت