هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۵:۹
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه، چي پکې د یادې کمېټې رییس مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او څار رییس، د عدلیې رییس، د لښکرګاه ښاروال، د کار او ټولنیزو چارو رییس، د قضای امارت امر، د ځمکو آمریت استازي او نورو غړو هم حضور درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې په بولان کې د مالدارۍ فارم اړوند غصب شوې ځمکې په اړه د ګډ پلاوي لخوا د کارونو د پیل په اړه ، همدارنګه د بولان سیمه کې  د غله جاتو د منډویي د اسنادو او باقیاتو ارزونه ترسره شوه او راتلونکي غونډې ته یې د یادې موضوع هر اړخیزې څېړنې په اړه پریکړه وشوه ، ددې ترڅنګ د ادې باغ په سیمه کې د شخصي او امارتي ځمکې پر سر د رامنځته شوې دعوی د ارزونې په موخه سیمې ته د پلاوي په لیږلو تصمیم ونیول شوه. 
 په دې غونډه کې دغه راز د لښکرګاه شنه کمر بند سیمه کې د اشخاصو لخوا د شخصي ملکیت موضوع وڅېړل، د سمیټي د سیمې د اوسېدونکو پر عرایضو غور وشو او له اړوندو اشخاصو او افرادو سره یې لیدنې وکړې او هغوی ته یې د بې طرفانه څېړنو ډاډ ورکړ .
وروسته د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو له لوري تخنیکي پلاوی ته پر راجع شویو املاکي دوسیو بحث او خبرې وشوې، د یادو موضوعاتو د څېړنو او ارزونو په برخه کي لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت