هلمند کې د نباتي ناروغیو د تشخیص مرکز به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۱۲:۵۰
 هلمند کې د نباتي ناروغیو د تشخیص مرکز به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

۲۱ سلواغه ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت بڼوالو او بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د نباتي ناروغیو د تشخیص د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې وې، چې اوس د بشپړېدو په درشل کې ده او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وویل، دا لومړی ځل ده، چې هلمند کې د نباتي ناروغیو او افتونو د تشخیص او وقایې مرکز جوړیږي. د ښاغلي الکو په خبره په دې مرکز کې د بزګرو او بڼوالو په کروندو کې د شته ناروغیو پلټنې ترسره کیږي او د وقایې په موخه به د کرنې د برخې متخصصینو له خوا پروخت د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخه به هم ونیول شي.
د نباتي ناروغیو او افتونو د دشخیص یاد مرکز، چې دکرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړه شوې ده پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه مرکز به د هلمند ولایت د بڼوالو او بزګرانو په کروندو او بڼونو کې د ناروغیو او افتونو د تشخیص، کنټرول او مخنیوی په پار وکارول شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت