هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له مخې یې د سیمې خلکو ته د کاري بوختیاو ترڅنګ د پام وړ عواید ترلاسه کوي.
په همدې لړ د شېدو غواګانو یو نوی فارم له رغولو او فعاله کېدلو وروسته د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کې ثبت کړل شو. 
د یاد فارم مالک، چې غواړي د مالدارۍ په برخه کې خپله نوې او معیاري پانګونه لا زیاته کړي، د یاد امریت له لوري یې لازم تخنیکي او مسلکي لارښوونې او عامه پوهاوی ترلاسه کړ.
په همدې ترڅ کې د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند تخنیکي پلاوی د یاد فارم سیمې ته هم ولاړ، د فارم لومړنی جوړښت او امکانات یې وڅېړل او د مالدارۍ د معیاري ودې، د حیواني روغتیا د خوندیتوب او د تولید د لوړتیا په اړه یې لازمې سپارښتنې وړاندې کړې.
د هلمند د کرنې ریاست دمالدارۍ آمریت مسؤولین وایي، چې په هلمند کې د مالدارۍ سکتور ته د پانګونې زمینه ورځ تر بلې پراخېږي، او د کرنې ریاست له ټولو نوو پانګوالو سره د همکارۍ بشپړ ډاډ ورکوي. د دوی په وینا، د فارمونو قانوني ثبت، تخنیکي مشوره، او پر وخت څارنه د دې لامل کېږي، چې پانګوال په ډاډه زړه د مالدارۍ تولید ته مخه کړي او په دې ولایت کې اقتصادي ګټې لا پیاوړې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت