هلمند کې د مالدارانو د مالونو د وړیو پېرلو مراکز جوړ او  په کارونو یې پیل کړي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۱:۲۶
هلمند کې د مالدارانو د مالونو د وړیو پېرلو مراکز جوړ او  په کارونو یې پیل کړي

۱۶ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هلو ځلو، د DCA مؤسسې په مالي همکارۍ په دې ولایت کې د مالدارانو د مالونو وړیو د پېر مرکزونه جوړ او عملآ یې په کارونو پیل کړي دي. 
په همدې موخه ددې ادارې اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا د ريګستان په سيمه کې ګڼو کوچي مالدارانو ته دوړيو راټولولو او له خپلو مالونو څخه دوړيو سکللو او همدارنګه دوړيو دسورت بندۍ په اړه په عملي ډول روزنه ورکول شوه.
د روزنې دا لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون ټولو کوچي مېشتو سیمو ته وغځول شي.  
له دې روزنیز پروګرام څخه وروسته به یاد مالداران د خپلو مالونو وړۍ په مسلکي ډول راټولوي او دوړيو راټولولو هغه مرکز ته به يې وروړي چې د DCA مؤسسې لخوا ورته جوړ شوی دی. 
یادې وړۍ به له ولسوالیو څخه په ترتيب سره د هلمند مرکز ته راټولېږي چې په دې سره به دمالدارانو او ازاد بازار ترمنځ اړیکې ټینګې او دوړيو اصلي بيې او اهميت به ورسره لوړ شي.
ددې برنامې له لارې به د هلمند ولایت په کچه مالداران په اقتصادي ډول تقويه او د مالدارۍ روزنې او پالنې په برخه کې به بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۴
Background image

د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» په مالي ملاتړ او د نوروزي څېړنیز فارم د مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د هلمند د کرنې رییس سنګین ولسوالی ته د سفر پر مهال د کرنیزو چارو ارزونه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  ولسوالیو ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې سنګین ولسوالی ته سفر ترسره کړ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

بازگشت