هلمند کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۱۶
هلمند کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه  

هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د هلو ځلو په ترڅ کې د سلګونو جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
 د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی له خوا ددې ولایت په ناوې او مارجې ولسوالیو کې د لسګونه جریبه آمارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
باید وویل شي، هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د کرنې پرمختګ لپاره د کروندې ورځې په ویاړ پراخه سیمه ییزه غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د څېړنیو لوی مدیریت له لوري د بولان په څېړنیز فارم کې د سبو، تیلي او صنعتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۴۸ زره بچې روزل کېږي

هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه 

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه . په دغه غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د استملاک او بيا. . .

بازگشت