هلمند کې د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د کنې ضد درمل ووېشل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۹:۳۶
 هلمند کې د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د کنې ضد درمل ووېشل شول

۱۰ کب ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لاغوړېدا په پار د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې اوهمکارۍ کوي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د شاتو مچیو روزونکو او فارم لرونکو سره د مرستې اوهمکاریو په دوام داځل ددې ولایت د شاتو مچیو پر یوشمېر مخکښو فارم لرونکو د شاتو مچیو د کنې ضد درې ډوله درمل « فارملیک اسید، اوګزالیک اسید او ټآیموار» وېشلي دي او فارم لرونکو ته د ناروغیو او درملنې په برخه کې عملي او نظري پوهاوی هم ور کړی دی.
د هلمند په ولایت کې دشاتو ۳۵۰ فارمونه شتون لري، چې له دې ډلې ۲۰۰ یې د کرنې ریاست او ۱۵۰ فارمونه یې د یوشمېر موسسو په همکارۍ رغول شوي دي.
په هلمند کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړی او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې لامیل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۴
Background image

لغمان کې ۵۰ بزګران د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونو او کیمیاوي سرو له مرستو برخمن شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته ووېشل شوه

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د نښځو نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو صندوق په مالي او د مدیریت، نوښتونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۹
Background image

بغلان کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی؛ سږ کال له ۱۵۹ زره مټریک ټنو ډېر حاصل ترلاسه کېږي

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د روان کال په ترڅ کې په دې ولایت کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې د تېر کال. . .

بازگشت