هلمند کې د سویابینو کرکیلي ترویج په پار هڅې؛ نادعلي کې زرو بزګرو ته سویابین کرل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۱:۴
هلمند کې د سویابینو کرکیلي ترویج په پار هڅې؛ نادعلي کې زرو بزګرو ته سویابین کرل کېږي

۲۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ارزښت لرونکو نباتاتو د ترویج او تکثیر په موخه ، د «OHW»  مؤسسې په مالي همکارۍ، د نادعلي ولسوالی ١٠٠٠ مستحقو بزګرو سروې او انتخاب چارې ترسره شوي دي. 
یادو بزګرو ته به د پلان له مخې د سویابینو تخمونه، توره او سپینه سره او همدارنګه د کرنې او روزنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست هلې ځلي کوي تر څو ددې ولایت بزګرو ته د غیر مشروع نباتاتو پر ځای د نوو ارزښت لرونکو نباتاتو د کرنې او روزنې زمینه برابره کړي تر څو ددوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي .
د یادونې وړ ده چې سویابین د کورنیو بازارونو ترڅنګ نړیوال بازار هم لري، چې د هلمند د خاورې، اوبو او هوا سره ښه توافق لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت