هلمند کې د بڼوالو روزنې لړۍ پیل شوی دی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۳:۵۲
هلمند کې د بڼوالو روزنې لړۍ پیل شوی دی

۱۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټیو ساتنې او قرنطین مدیریت فني کارمندانو لخوا، ددې ولایت بڼوالو ته په فني ډول د بڼونو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودلو لړۍ پیل شوې ده چې د مرکز لښکرګاه په شمول ګڼو ولسوالیو کې دوام لري.
په همدې موخه د یادو فني کارمندانو لخوا د باباجي ولسوالی لسګونه بڼوالو ته د باغدارۍ ښې روزنې او د نباتي افتونو مخنیوئ په اړه عامه پوهاوی ورکول سو 
په دې روزنیزه برنامه کې، بڼوالو ته د زیان رسوونکو حشراتو د له منځه وړلو او مخنیوي په هکله هر اړخیزې زده کړې ورکول کیږي. 
ددې ترڅنګ د وقايوي او ترکيبي درملو او يوريا سپري دجوړولو او استعمالولو وختونه بڼوالو ته ښودل کیږي.
ددې روزنیز پرورګرام موخه د باغونو ښې روزنې تر څنګ  د میوه یي بڼونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی او د کیفیت او کمیت له پلوه د یادو بڼونو د حاصلاتو ښه کول دي.
د یادونې وړ ده چې د هلمند ولایت  دکرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت بزګرو او بڼوالو ته د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو له لارې د ښې کرکېلې او د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه په دوامداره ډول عامه پوهاوی ورکړي تر څو ددوی په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت