هلمند کې د املوکو بڼونه ښه پایله ورکړې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۲:۰
 هلمند کې د املوکو بڼونه ښه پایله ورکړې

۹ لړم ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د نورو مېو ترڅنګ د املوکو بڼونه هم ډېره ښه پایله ورکړې. دهلمند د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې شوې وې، چې له دې ډلې د املوکو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوې وې او وروسته د بزګرانو په واک کې ورکړل شوې وه، چې اوس یې د بڼونو حاصل د قناعت وړ دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.
ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو نیالګې اېښودل شوې او پرې څېړنې وشوې.
هلمند د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې، پراخه کرنیزې ځمکې، پریمانه اوبه او ښه هوا لري. ددې ولایت خاوره د هر ډول ونو او بوټو لپاره مناسبه ده. په همدې موخه دهلمند د کرنې اداره په پام کې لري، چې سږکال ځمکوالو لپاره د املوکو ۵۰ جریبه نوي بڼونه هم جوړ کړي.
باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت