هلمند کې  زرګونو بزګرانو ته  د غنمو کرکیلې په اړه  زده کړې ورکول کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۴۵
هلمند کې  زرګونو بزګرانو ته  د غنمو کرکیلې په اړه  زده کړې ورکول کېږي

د هلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، په دې ولایت کې زرګونو بزګرانو ته د غنمو ښې کرکیلې او روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرامونو په ترڅ کې د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د ناوې، واشېر، ګرمسېر، موسی قلعه، کجکي، خانشین، باغران، دیشو، مارجه، ناومیش، نادعلي، نهرسراج، نوزاد، سنګین، ګرشک، بغني، بهرامچه  او باباجي ولسوالیو هغه بزګران شامل دي چې مخکې ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشل شوي دي.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکول کېږي.
دغه زده کړې د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د پوهي کچي لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
د دغو زده کړو موخه په هلمند کي د اصلاح شویو تخمونو رواجول، د بزګرو او مځکوالو ملاتړ او له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت