هلمند کي د کبانو ٢٦زره بچیان دروزلو په موخه فارمونو ته واچول شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۳۵
هلمند کي د کبانو ٢٦زره بچیان دروزلو په موخه فارمونو ته واچول شول

٨ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٧ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د کب روزنې فارم لرونکو ټولنې مسؤل له لوري ٢٦زره د کبانو اصلاح شوي بچیان د روزنې په موخه هلمند ته را انتقال شوي وو؛چي د کرني ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د مسؤلینو د لارښووني سره سم فارمونو ته واچول شوه.
د کبانو دغه چوزه (بچیان) مخکي تر دې چي فارمونو ته  واچول شي لومړی یې د کرني ریاست اړوند مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو له لوري صحي معاینات او د نسل ارزونه ترسره شوه، وروسته په مسلکي توګه د روزنې په موخه د کبانو فارمونو ته ور خوشي کړل شول.
د هلمند د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو د یادو کبانو د نوي نسل د ښې روزنې او پالنې په برخه کې د دغه فارمونو مسؤلینو ته لازمې لارښونې وکړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت