هلمند ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي سفر

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۶:۵۰
هلمند ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي سفر


۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ یو ګډ پلاوی چې په ترکیب کې یې، دکرنې وزارت د مالي او اداري چارو رییس مولوي ضیاء الدین واقف، د عوایدو مدیر محمد همایون رحماني او د حواله جاتو مدیر ملک خان هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هلمند د  کرنې رییس مولوي نظرمحمد صدیقي او ددې ادارې له کارمندانو سره وکتل.
ښاغلي فضلي په هلمند ولایت کې د کرنیزو چارو د ودې او بهبود په پار اړونده مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ترڅنګ یې په دې ولایت کې دځمکوالو او مالدارانو د ستونزو او مشکلاتو پر حل ټینګار وکړ. 
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په دې کتنه کې وویل، چې دکرنې وزارت مالي او اداري رییس مولوي ضیاء الدین واقف او ورسره مل پلاوی ته دنده سپارلې ده، چې د هلمند ولایت د عوایدو ارزونه او د نوي عایداتي سرچینې تشخیص او د ۱۴۰۱ ام کال د عوایدو راټولولو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
ښاغلی فضلي دغه راز هلمند ته د پلاوی د سفر موخه هلمند کې د موجوده ستونزو په اړه د مسوولینو سره د حل په اړه هراړخیزې ناستې ترسره کول، د کرنیزو چارو د ودې او بهبود په پار د اړونده ځمکوالو او مالدارانو د ستونزو او مشکلاتو د حل په اړه لازم اقدامات ترسره کول وبلل.
په همدې حال کې، د هلمند ولایت دکرنې رییس مولوي نظرمحمد صدیقي په خپلو خبرو کې راغلي رهبري پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د وزارت مقام د هدایت سره سم به راغلي پلاوي سره هر اړخیزه همکاري وکړي. هغه همدارنګه وویل، هڅه کوو ترڅو د ولایت په کچه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې غوره خدمات وړاندې کړو، بزګرو ته د غوره خدمتونو او د هغوی ستونزو ته د رسېدو په برخه کې تر خپل وس او توان پورې به پوره همکاري وکړو.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوی فضل الباري فضلي او ورسره مل پلاوی د عوایدو زیاتوالی او بزګرانو اومالدارانو دستونزو هوارولو په پار جنوبي ولایتونو ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

کابل کې څه باندې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو وېش لړۍ پیل شوه

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آرآراې‌اې»، په همکارۍ ددې ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې« په افغانستان کې د اغېزمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۶
Background image

پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د. . .

بازگشت