هرات ته دکرنې د مرستيال وزير سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۱۳:۱۲


۲ ليندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش
۱۷ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنيکي مرستيال مولوی صدرعظم هرات ولايت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت دکرنې رياست له چارواکو او کارکوونکو سره د ياد ولايت د کرنې او مالدارۍ پر پراختيا او د شته ستونزو پر هوارولو خبرې وکړې.
په دې غونډه دهرات دکرنې رييس مولوي پيرمحمد حليمي پر دوو اړخيزو همماريو د ټينګار ترڅنګ په دې ولايت کې دکرنې او مالدارۍ د پراختيا په پار د لاډېرو هلوځلو ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د کرنې وزارت تخنيکي مرستيال دهرات ولايت دکرنې رياست له بېلابېلو برخو لکه د بوټې ساتنې، د قرنطین څانګه، د مالدارۍ او حیواني روغتيا څانګه، د زعفرانو د لابراتوار څانګه او داسې نورو څانګو څخه لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دی ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروګرامونو د کانسپټ نوټونو روزنیز ورکشاپ دایر شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ ریاست له لوري، د پراختیایي پروژو لرونکو ریاستونو مسؤلینو لپاره یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

بازگشت