نیمروز ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

user-admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۳۰ - ۱۱:۳۸
نیمروز ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر


۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرسیتال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د هېواد ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نیمروز ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مرستیال مولوي سلیمان اغا او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند نیمروز ولایت ته د خپل سفر موخه له کروندګرو څخه د اضافي غنمو اخیستل او زېرمه کول وباله او یې ویل: «د عايداتي سرچينو پياوړتيا او زياتوالى، له کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو سره په مستقيم ډول ليدنه او د هغوى د ستونزو حل او د کروندګرو د اضافي غنمو پېرودل دې ولايت ته زموږ د سفر اصلي موخې دي او دا د اميرالمؤمنین حفظه الله فرمان دى.»
په همدې حال کې د نیمروز مرستیال والي مولوي سلیمان اغا وویل: «که څه هم نیمروز ولایت د کافي اوبو د نشتوالي له امله د غنمو زیات حاصلات نه لري، خو د امیرالمؤمین حفظه الله د حکم پر اساس د کرنې او مالدارۍ له وزارت سره په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو. که د نیمروز په ولایت کې د اوبو بند جوړ شي یاد ولایت به په حاصلخېز ولایت بدل شي.»
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس، مولوي قدرت الله حقیار وویل، «د نیمروز په ولایت کې له ۲۰۰ متریک ټنو څخه د زیاتو غنم په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې اضافي غنم موجود دي، دغه غنم له تدارکاتي پروسې وروسته له بزګرانو څخه په مستقیمه توګه پېرل کېږي، ددې چارې د پلي کولو په پار دوه کمېټې ګمارل شوې، چې د بیې ټاکنې او معاینې وروسته غنم پېرل کېږي او د همدې ولایت په ګودام کې زېرمه کېږي.»
د کروندګرو د اضافي غنمو د پېرلو ترڅنګ، له غصب څخه د راګرځولو شویو او امارتي ځمکو په اجاره ورکول، د عشر او زکات په راټولولو کې همغږي، د مخابراتي انتنونو تثبیت او له کروندګرو سره لیدنه دې ولایت ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د سفر نورې موخې دي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت نیمروز سفر کرد
۲۹ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سلسله سفر به ولایات کشور به ولایت نیمروز سفر کرده و با مولوی سلیمان آغا معاون والی و شماری از مسوولان محلی آن ولایت دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت هدف سفرش به ولایت نیمروز را خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین بیان نموده افزود:« انسجام و افزایش منابع عایداتی، دیدار مستقیم با دهاقین، مالداران، باغداران و رسیده گی به مشکلات شان و خریداری گندم مازاد دهاقین هدف اصلی سفر ما به این ولایت است و این حکم امیرالمومنین است.»
در همین حال، مولوی سلیمان آغا معاون والی ولایت نیمروز گفت:« هرچند ولایت نیمروز گندم مازاد بیشتر ندارد چون آب فراوان ندارد اما در اقدام وزارت زراعت و حکم امیرالمومنین آماده هر نوع همکاری هستیم، اگر بند آب ساخته شود نیمروز ولایت حاصلخیز مبدل می‌شود.»
مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت در این باره گفت:« در یازده ولایت کشور گندم مازاد وجود دارد که بیش از ۲۰۰ متریک تن آن در ولایت نیمروز می باشد، این گندم مستقیم از دهاقین پس از پروسه تدارکاتی خریداری می‌شود، بخاطر تطبیق آن دو کمیته تعیین شده که پس از نرخ گیری و معاینه گندم خریداری و در گدام همین ولایت ذخیره سازی می‌شود.»
در کنار خریداری گندم مازاد دهاقین، اجاره دهی زمین‌های استرداد شده از غصب‌ و زمین‌های امارتی، انسجام در جمع آوری عشر و زکات، تثبیت آنتن‌های مخابراتی و نشست با دهاقین از اهداف دیگر سفر معین مالی و اداری به این ولایت است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دجلریز ولسوالی دبېلابېلو حوزو بزګرانو ته دجلریز ولسوالی دکرنیزو خدمتونو لوی مدیریت دمسؤلو کارمندانو له خوا روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د. . .

بازگشت