نيمروز کې زر بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۲۳:۲۰
نيمروز کې زر بېوزله  کورنیو ته  د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي


٢١ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د نيمروز ولایت په مرکز زرنج  او ددې ولایت په چخانسور، كنگ او خاشرود  ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړوي.
د نيمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د نيمروز ولایت په مرکز زرنج او په يادو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي.»
د نيمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کیږي.
د نيمروز د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
د نيمروز د کرنې ریاست وایي، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي. 
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت