نورستان کې د کروندګرو او کرنیزو کاروباریانو ترمنځ د هغمږۍ پیاوړتیا په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۹:۳۲
نورستان کې د کروندګرو او کرنیزو کاروباریانو ترمنځ د هغمږۍ پیاوړتیا په پار هڅې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګلولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د امریکا متحده ایالاتو پراختیایي ادارې په مالي لګښت او د  «ډي.اې،آی» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کرنیزو کاروباریانو او کروندګرو ګډ کانفرنس دائر شو.
 په دې کنفرانس کې د نورستان ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر، د څارویو او روغتیا آمر، د طبیعي سرچینو آمر، کرنیزو شرکتونو مسولینو او کروندګرو ګډون کړی وو.
په دې کنفرانس کې د نورستان د کرنې ریاست مسولینو د کانفرنس ګډونوالو ته وینا وکړه او کرنوندګر او کاروباریان یې وهڅول چې سوداګریزې اړیکې جوړې او نورستان ولایت کرنیز او حیواني محصولات ملي او نړیوال مارکیټ ته واړندې کړي.
په دې کنفرانس کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون هم په لاره اچول شوې وه او ترڅنګ یې دکروندګرو او کرنیزو کاروباریانو ترمنځ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شو، چې له مخې به یې کروندګر کرنیزو شرکتونو ته اومه مواد برابروي او شرکتونه یې تر پروسس وروسته نړیوالو مارکېټونو ته رسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت