نورستان کې د ځنګلونو د وهلو مخنیوي په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۳۹
نورستان کې د ځنګلونو د وهلو مخنیوي په پار غونډه دائره شوه

د نورستان په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو دکرنې رییسانو، د ننګرهار کانال رییس، د ځنګلونو رییس او د وزارت د مقام سلاکار په شتون کې د نورستان له سیمه ییزو چارواکو او مشرانو سره په نورستان ولایت کې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په موخه غونډه دائره شوه. 
یاده غونډه د نورستان ولایت د بېلابېلو ادارو د رئیسانو، ولسوالانو او د بېلابېلو ولسوالیو د مخورو او مشرانو په حضور کې جوړه شوې وه، چې په کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د نورستان ولایت دکرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او ځمکو په هکله د شته اسانتیاوو یادونه وکړه اود نورستان ولايت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبيعي زېرمو او ځمکو په برخه کې له شته امکاناتو څخه د ښې استفادې په موخه د کرنې وزارت د پلانونو په اړه خبرې وکړې.« ډېر د خوښۍ ځای دی چې له ډېرو جګړو او کړاوونو وروسته نن نورستان ولایت ته د ځنګلونو د ساتنې، د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د څېړلو په موخه د سیمه ییزو خلکو او چارواکو سره د لیدنې  په موخه مو سفر کړی دی او وضعیت له نږدې وینو او د خلکو ستونزې او وړاندیزونه اورو. اوس چې دا فرصت برابر شوی، راځئ د کرنې وزارت په همکارۍ د نورستان ولایت د کرنې او مالدارۍ اوسنی وضعیت ته بدلون ورکړو، ترڅو د خلکو اقتصاد لوړ او د دوی ستونزې هوارې شي.»
د کرنې وزیر دغه راز د نورستان ولایت له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د کرنې او مالدارۍ د تولید په زیاتولو کې به له دوی سره پوره همکاري کوي هغه زیاته کړه:« د کرنې وزارت له خپلو ټولو امکاناتو او متخصصینو سره ستاسو په خدمت کې دی، نو راشئ د خپلې خاورې، ونو او مالدارۍ نمونې د کرنې وزارت ته د څېړنې لپاره راوړئ، چې پرې څېړنه ووشي تر څو په نورستان ولایت کې یې نوې ډولونه ترویج شي د کرنې وزارت سره په ګډه د نورستان اوسنی وضعیت بدل کړو. »
دغه راز په دې غونډه کې د نورستان ولایت مشرانو او د سیمې مخورو د کرنې د وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د کرنې له وزیر سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
له ځنګلونو څخه د سالمې استفادې لپاره د بدیل لارو چارو د رامنځته کولو، له طبیعي زېرمو څخه د ښې استفادې د لارو چارو او د نورستان له اقلیم او خاورې سره سم د اغیزمنو بوټو د کرلو په اړه د نورستان ولایت د سیمه ییزو مخورو او اوسېدونکو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د کرنې وزیر ډاډ ورکړ، چې د کرنې وزارت په پنځو اړوندو څانګو (کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او ځمکو) کې به د دوی ستونزې حل کړي او په نورو برخو کې به د نورستان د خلکو ستونزې د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

نشستی به منظور جلوگیری از قطع جنگلات در ولایت نورستان برگزار شد
نشستی به منظور جلوگیری از قطع جنگلات ولایت نورستان با حضور داشت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، روئسای زراعت ننگرهار، لغمان، نورستان، رییس کانال ننگرهار، رییس جنگلات و مشاور مقام وزارت با مسوولان و بزرگان محلی نورستان برگزار شد.
این مجلس که با حضور شماری از روئسا ریاست‌های مختلف ولایت نورستان، ولسوالان  و محاسن سفیدان ولسوالی‌های مختلف برگزار شده بود در آن  مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در مورد امکانات موجود در بخش‌های زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی ولایت نورستان یاد کرده و از برنامه‌های وزارت زراعت به منظور استفاده بهتر از امکانات موجود ولایت نورستان سخن‌زد « جای بسیار خرسندی است که پس از سپری نمودن جنگ‌ها و سختی‌های فراوان امروز به ولایت نورستان جهت دید و بازدید با مردم و مسئولان محلی جهت حفاظت از جنگلات، بررسی وضعیت زراعت و مالداری سفر کرده و از نزدیک وضعیت را می‌بینیم و مشکلات و پیشنهادات‌شان را می‌شنویم و حالا که این فرصت مساعد شده پس  بیاید در همکاری با وزارت زراعت وضعیت فعلی زراعت و  مالداری ولایت نورستان را تغییر بدهیم تا اقتصاد مردم بلند برده شود و مشکلات‌شان حل گردد».
وزیر زراعت همچنان برای باشنده‌گان ولایت نورستان تعهد همکاری در بلند بردن تولیدات زراعتی و مالداری را سپرده افزود « وزارت زراعت با تمام امکانات‌ و متخصصین آن در خدمت شما است پس بیایید که نمونه خاک، درخت و مواشی خود را به وزارت زراعت بیاورید که بالای آن تحقیق صورت گیرد تا نوعیت‌های‌ جدید آن در ولایت نورستان ترویج گردد و در همکاری وزارت زراعت وضعیت فعلی نورستان را تغییر بدهیم».
در همین حالا در این نشست بزرگان و متنفذین محلی نورستان از تشریفات آوری وزیر زراعت اظهار خوشی و استقبال کرده و مشکلات و پیشنهادات‌شان را به وزیر زراعت بیان کرده و خواستار رفع آن شدند.
وزیر زراعت پس از استماع  مشکلات و پیشنهادات متنفذین محلی و باشنده‌گان ولایت نورستان مبنی بر ایجاد زمینه‌های بدیل استفاده از جنگلات، شیوه‌های استفاده بهتر از منابع طبیعی و ترویج نباتات موثر و مطابق با اقلیم و خاک نورستان برایشان،  اطمینان داد که در پنج بخشکه مربوط وزارت زراعت می‌شود( زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی) مشکلات ‌شان را حل می‌نماید و در سایر بخش‌ها مشکلات مردم نورستان را با رهبری امارت اسلامی افغانستان شریک می‌سازد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت