نورستان کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۵۳
نورستان کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار په دې ولایت کې د ژمني ټېلو پاشلو پروګرام پیل کړ.
یاد پروګرام د بڼوالانو د پوهاوي لوړولو او دغه راز د ترکیبي درملو د جوړولو او د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد د معیاري مبارزې د لارو چارو د ترویج په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې عمومي مدیریت د تخنیکي او مسلکي پرسونل له لوري پلي کېږي.
دغه پروګرام د نورستان ولایت په مرکز پارون، واما او کانتوا ولسوالیو کې په ټولیز ډول په شا وخوا ۱۰ کلیو کې به عملي شي. همدارنګه، ۱۵۰ تنه بڼوالانو ته د یاد ترکیبي محلول د جوړولو او استعمال په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شي.
د بوټو د خوب (استراحت) په موسم کې د ژمني تېلو  کارول د آفتونو او ناروغیو د مدیریت یوه اغېزمنه او کم لګښته طریقه ګڼل کېږي. د دغه پروګرام تطبیق نه یوازې د احتمالي زیانونو په کمولو کې مرسته کوی، بلکې د حاصلاتو د زیاتوالي، د مېوو د کیفیت د ښه والي او د نباتاتو د سالمې ودې زمینه یې هم برابره وی.
ګډون کوونکو بڼوالانو د دې پروګرام هرکلی وکړ او دا یې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره یو ارزښتناک ګام وباله، او له اړوندو مقاماتو څخه یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم ورته روزنیز او عملي پروګرامونه پلي شي.
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د بڼوالۍ د وضعیت د ښه والي او د بڼوالانو د تخنیکي ظرفیت د لوړولو په موخه به اغېزمن ملاتړیز او روزنیز پروګرامونه په دوامداره توګه تطبیقوي.


آغاز برنامه پاشیدن تیل زمستانی برای حفاظت باغ‌ها و درختان در نورستان
۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان برنامه پاشیدن تیل زمستانی را به منظور حفاظت باغ‌ها و درختان و جلوگیری از آفات و امراض نباتی در این ولایت آغاز کرد.
این برنامه به هدف بلند بردن سطح آگاهی باغداران، آموزش ساخت محلول‌های ترکیبی و ترویج روش‌های معیاری مبارزه با آفات و امراض نباتی، بر اساس پلان ریاست حفاظت نباتات و قرنطین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با تطبیق مدیریت عمومی حفاظت نباتات ریاست زراعت نورستان توسط کارمندان تخنیکی و مسلکی اجرا می‌گردد.
این برنامه در مرکز پارون و ولسوالی‌های واما و کانتوا نورستان، در مجموع در حدود ۱۰ قریه تطبیق خواهد شد. همچنان برای ۱۵۰ تن از باغداران، در مورد طرز تهیه و استفاده از این محلول ترکیبی، آموزش‌های نظری و عملی ارائه می‌شود.
استفاده از تیل زمستانی در فصل خواب (استراحت) نباتات، یکی از روش‌های مؤثر و کم‌هزینه در مدیریت آفات و امراض نباتی به شمار می‌رود. تطبیق این برنامه نه تنها در کاهش خسارات احتمالی نقش دارد، بلکه زمینه افزایش حاصلات، بهبود کیفیت میوه‌ها و رشد سالم نباتات را نیز فراهم می‌سازد.
باغداران اشتراک‌کننده از این برنامه استقبال کرده و آن را گامی ارزشمند در جهت رشد و توسعه باغداری عنوان کردند و از مسئولان خواستند تا در آینده نیز چنین برنامه‌های آموزشی و عملی ادامه یابد.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان تعهد می‌سپارد که به منظور بهبود وضعیت باغداری و ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی باغداران، برنامه‌های حمایتی و آموزشی مؤثر را به گونه دوامدار تطبیق نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت