نورستان کې۵۰۰ مېرمنو ته د کار زمينه برابره شوې

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۷:۵۲
نورستان کې۵۰۰ مېرمنو ته د کار زمينه برابره شوې
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې ۵۰۰ مېرمنو ته د کرکېلي په برخه کې په کور د ننه د کار کولو زمينه برابره شوې ده.
د نورستان دکرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو، پر دوی د کورنیو باغچو د اړوندو توکو وېش، د بېلابېلو سبو تخمونو په وېش او ترڅنګ یې په کورنیو باغچو کې د کرکېلي د لارو چارو او د سبو د پروسس د لاروچارو په ښودلو سره ۵۰۰ مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې د نورستان د کرنې ریاست له خوا مېرمنو ته د زعفرانو کښت او راټولو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي عملي او نظري روزنیزې برنامې هم په لاره اچول شوي دي ترڅو دوی په کور د ننه په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
له دغو وېشل شویو کورنیو باغچو څخه موخه خوراکي خوندیتوب رامنځته کول، د کلیوالو بېوزلو کورنیو اقتصادي وده، د بېوزلی کچه ټېټول او مېرمنو لپاره د کار زمینې برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت