نهرسراج کې پر ۱۱۰ مخکښو بزګرانو اړین توکي ووېشل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۳
نهرسراج کې پر ۱۱۰ مخکښو بزګرانو اړین توکي ووېشل شوې

۱۷ مرغومي ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مرسي کور بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ ددې ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې په پار ۱۱۰ بزګرانو ته د روزنیزې برنامې ترڅنګ پر دوی د اړینو توکو کڅوړې هم وېشلي دي.

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په روزنیز پروګرام کې د نهرسراج ولسوالۍ ۱۱۰ مخکښو بزګرانو ته د فني کارکوونکو له خوا د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل شوي دي.

د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وویل: «د مرسي کور بدیل معشیت پروګرام له لارې د نهرسراج ولسوالۍ ۱۱۰ تنو مخکښو بزګرانو ته دسبو د ناروغیو او افتونو هر اړخیز کنټرول اړونده اړین کڅوړې وېشل شوي دي.»

د هلمند دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت