ننګرهار کې ۵۴ وترنر داکتران وروزل شول 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۱۶
ننګرهار کې ۵۴ وترنر داکتران وروزل شول 

١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د لر سپین غر مالدارۍ او کرنیز شرکت له لورې ۵۴ تنو وترنر داکترانو ته درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ډاکترانو د فراغت غونډه کې د یاد شرکت څخه د مننې ترڅنګ یاده ټکنالوژي د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.
ښاغلي محسن وویل دا لومړۍ ځل ده، چې د څارویو د التراساونډ سیستم په افغانستان کې پلې کېږي؛ هغه وویل هڅه به وکړي، چې د روزل شوو داکترانو په مرسته یاده  تکنالوژي ترویج او د مالدارۍ په سکتور کې یو مثبت انقلاب رامنځته کړي.
د جلال آباد ښاروالۍ د دعوت ارشاد امر مولوي ضیآ الرحمن یاد سیستمونه ګټور وباله د ترویج ترڅنګ یې د اسلام مبارک دین په رڼا کې د مرستو او وسایلو او اسبابو استعمال تفصیلي خبرې وکړې.
د لر سپین غر شرکت رییس دوکتور توحید علي عظیمي دننګرهار د کرنې رییس او رهبرۍ څخه دمننې ترڅنګ د مالدارۍ په سکتور کې ددې او دېته ورته ټکنالوژیو ترویج، استعمال او دمالدارۍ برخي پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.
عظیمي وویل ۵۴ تنو وترنر داکترانو ته یې پدې برخه کې روزنه ورکړېده او هڅه کوي یاده ټکنالوژي په ټول افغانستان کې ترویج کړي؛ ترڅو پر تولیده شېدو غواګانو د خشره کیدلو مخه ونیول شي او ښه تشخیص ترسره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دجلریز ولسوالی دبېلابېلو حوزو بزګرانو ته دجلریز ولسوالی دکرنیزو خدمتونو لوی مدیریت دمسؤلو کارمندانو له خوا روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د. . .

بازگشت