ننګرهار کې ۴۶ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۱۴
ننګرهار کې ۴۶ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سره د کارونو د ښې همغږۍ، داصلاح شوي تخمونو وېش او راتلوونکو پروګرامونو په موخه ناسته ترسره کړه .
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل انجنیر خوشحال اصفي  حپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه دننګرهار دکرنې رییس سره شریکې کړې.
نوموړې وویل، چې په نږدې ورځو کې به د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې څه باندې ۴۶ زره بزګرانو ته  دغنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پاي ته ورسېږي.
ښاغلي اصفي وویل، چې په راتلوونکی کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره د طبق او دغواګانو د پوستکي د دانو ناروغیو مخنیوي واکسینونه هم پلي کوي. 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دملګرو ملتونو ادارې مسؤلینو څخه دمننې ترڅنګ دوی ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت