ننګرهار کې ۳۵۴ اړمنو کورنیو ته د مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه ۷۰۸ مېږې ووېشل شوې
۲ کب ۱۴۰۴ه.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د ننګرهار په سپین غر، اچین او هسکه مېنې ولسوالیو کې د مالدارۍ د ودې او د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي په موخه له ۳۵۴ اړمنو کورنیو سره د مېږو مرسته ترسره شوه.
دغه مرسته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډيارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې «ايیو» او د سویس پراختیایي اداره «اسډيسي»په مالي لګښت عملي شوه.
د معلوماتو له مخې، ټولټال ۷۰۸ سره مېږې پر ۳۵۴ کورنیو ووېشل شوې، چې له ډلې ۱۱۴ کورنیو ته په سپین غر، ۱۲۵ کورنیو ته په اچین او ۱۱۵ کورنیو ته په هسکه مېنه ولسوالۍ کې مرسته ورسېده. په هرې کورنۍ دوه سره مېږې، ۵۰ کیلوګرامه متراکمه د څارويو خوراکه او د چینجیو ضد درمل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې یادې مرستې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب د تأمین، د کورني تولید د ملاتړ، د معیشتي وضعیت د ښهوالي او د اقلیم بدلون پر وړاندې د مقاومت د زیاتوالي په موخه ترسره شوې دي. نوموړي زیاته کړه، د مالدارۍ سکتور د کلیوالو کورنیو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده او دغه ډول پروژې کولی شي د ځانبسیاینې زمینه برابره کړي.
ورته مهال، د ډنمارک د کډوالو ادارې د ختیځ زون د اقتصادي پیاوړتیا مسئول عبدالحلیم یوسفزی وویل، پراختیایي او معیشتي پروګرامونه د خلکو د اقتصادي ثبات او ټولنیز پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري او هڅه کوي، چې په راتلونکې کې یادو پروګرامونو ته لا پراختیا ورکړي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به ۳۴۷ نورو اړمنو کورنیو سره د وزو مرسته هم ترسره شي، څو د کلیوالو کورنیو د عاید سرچینې لا پیاوړې او دوامداره شي.
