ننګرهار کې ۲۰ ګرځنده نباتي کلینیکونه فعالیت کوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۵:۵۴
ننګرهار کې ۲۰ ګرځنده نباتي کلینیکونه فعالیت کوي

۲ سلواغه ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې ددې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د بزګرانو د ستونزو هوارولو او دوی ته د اسانتیا برابرولو په پار په دې ولایت کې ۲۰ ګرځنده نباتي کلینیکونه (Plant Wise)فعالیت کوي.
د ننګرهار د کرنې سرپرست ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وایي، چې ددې ولایت په ولسوالیو کې د مېلې په ځای او یا د مېلې په ورځو کې په یو مناسب ځای کې ددې ریاست اړوند ګرځنده نباتي کلینیک دایریږي، ترڅو بزګران او بڼوال په اسانی سره وکولای شي، چې د خپلو کروندو او بڼونو د ناروغیو نمونې نباتي ډاکټر ته د تشخیص او معاینې لپاره راوړي او خپلو ستونزو ته مناسبه حل لاره پیدا او لازمې سپارښتنې تر لاسه کړي.

دغه راز ددې ګرځنده نباتي کلینیکونو له لارې بزګران او بڼوالو ته سپارښتنه کیږي، چې د کیمیاوي درملو پر ځای دې ترکیبي درمل (Botanical pesticide) وکاروي.

د ننګرهار دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت