ننګرهار کې ۲۰۷۵ بزګرانو سره نغدې مرستې وشوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۵:۱۸
ننګرهار کې ۲۰۷۵ بزګرانو سره نغدې مرستې وشوې


۱۵ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۹صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندق (AHF) په مالي مرسته او د اکشن آیډ موسسې په تخنیکي همکارۍ دننګرهار د شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې دوه زره پنځه اویا تنه هغه بزګرانو ته چې د طبیعي پیښو له امله زیانمن شوي وه نغدې مرستې وېشلي دي. 
د مرستې د وېش پر مهال دننګرهار د کرنې ریاست ادارې مسؤل قاري ذکریا او د ولسوالۍ د عشر او زکات مسؤل قاري اوسامه یادونه وکړه چې انتخاب شوو بزګرانو ته به د شپږو میاشتو لپاره هر یو بزګر ته پنځه زره او درې سوه افغانۍ  ورکول کېږي تر څو د خپلي کورنۍ لپاره پري لومړنې توکې ترلاسه کړي.
ددې مرستې موخه د بېوزله او له طبيعي پېښو د زيانمو کورنيو ملاتړ او د دوی اقتصادي ودې ته زمينه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت