ننګرهار کې ۱۲۳ کاریګرو او بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۴۳
ننګرهار کې ۱۲۳ کاریګرو او بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۱۸ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې  په همکارۍ ۱۲۳ کاریګرو او بزګرانو سره یو میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو نغدې مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ننګرهار په هسکه مېنه او سپین غر ولسوالیو کې ۱۲۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ورکړل شوي؛ چې هر کاریګر ته ۹ زره سل  افغانۍ د ۲۶ کاري ورځو او ماهرو کاریګرو ته ۱۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوی.
نوموړي وویل یادو کاریګرو په ذکر شوو ولسوالیو کې د بندونو، سربندونو، کانالونواو چیک ډېمونو جوړولو کې کار کړي وو.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې کار څخه یې موخه داوبو ښه مدیریت، بزګرانو ته د اوبولګولو په برخه کې اسانتیاو رامنځته کول او خلکو ته کاري فرصتونو برابرول دي.
دغه راز په دواړو ولسوالیو کې د سیمې ۵۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.


۱۲۳ کارگر و دهقان در ننگرهار کمک نقدی دریافت کردند
۱۸ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار با همکاری اداره بین‌المللی مهاجرین دنمارک ، برای ۱۲۳ کارگر و دهقان مبلغ یک میلیون و ۲۰۰ هزار افغانی کمک نقدی توزیع کرد.
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که در ولسوالی‌های هسکه مینه و سپین‌غر برای ۱۲۳ کارگر در بدل کار پول نقد داده شده است؛ به هر کارگر ۹ هزار و ۱۰۰ افغانی در برابر ۲۶ روز کاری و به کارگران ماهر ۱۸ هزار و ۲۰۰ افغانی پرداخته شده است.
به گفته او، این کارگران در ساخت بندها، سربندها، کانال‌ها و چک‌دم‌ها در ولسوالی‌های یادشده فعالیت کرده بودند.
رئیس زراعت ننگرهار افزود که هدف از این کار مدیریت بهتر آب‌ها، فراهم‌سازی سهولت‌ها در بخش آبیاری برای دهقانان و ایجاد فرصت‌های کاری برای مردم بوده است.
همچنین در این دو ولسوالی برای ۵۵۰ تن دیگر زمینه کار فراهم شده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت