ننګرهار کې پنځه فرعي سړکونه بیا ورغول شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۲:۲
ننګرهار کې پنځه فرعي سړکونه بیا ورغول شول


۱۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سپین غر په ولسوالی کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروژې پر مټ د سیندیزې حوزې، حج اوقافو، کلیو پراختیا او شهیدانو او معلولینو ریاستونو په همکارۍ پنځه نوي فرعي سړکونه په خام ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د چارواکو د معلوماتو له مخې شډل بازار څخه تر وچ کوټ پورې اته کيلومتره، له وچ کوټ تر اخندزاده ګانو کلي درې، له شډل څخه تر ګردي پورې درې، له شډل څخه تر خاص اچين څلور او چهلګزي کې درې کيلومتره سړکونه بیارغول شوي دي.
همدا راز د مامند تنګي پُل څخه تر صفري نقطې پورې هم د يو فرعي سړک چارې روانې دي، چې ډېر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت