ننګرهار کې پر ۱۵ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۲:۱۸
ننګرهار کې پر ۱۵ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي 

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د اکشن اېډ مؤسسي د ختیځ زون مسؤل عبدالواسیع حنیفي سره په کتنه کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش په موخه خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې د اکشن اېډ مؤسسي د ختیځ زون مسؤل عبدالواسیع حنیفي د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د اکشن اېډ مؤسسې د روانو، راتلونکو او تېرو فعالیتونو په تړاوو معلومات وړاندې کړل.
حنیفي د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې غنمو اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو وېش لپاره د بزګرانو انتخاب، ۱۲۰۰ کسانو ته دکار زمیني برابرولو، حیواني خوراکې وېش، کرنیزو وسایلو، بڼوالۍ ترسره کولو، صفر انرژۍ ۱۰ پایې د سبو او مېوو زېرمتونونو جوړولو  او ګڼو نورو برخو کې معلومات شریک کړل.
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د اکشن اېډ مؤسسې مسؤلینو ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اکشن اېډ مؤسسه د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د بزګرانو او مالدارانو سره داصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، حیواني خوراکي، بڼوالۍ، چکډېمونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې لاسنیوی کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۴۶
Background image

د روزګان چهار چینو ولسوالی کې پر ۱۱۸ اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د چارچینو په ولسوالی کې د افغان پرمختیايي مؤسسې په مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ، د وزارت له لوري راغلي تخنیکي پلاوي د مرکز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

بازگشت