ننګرهار کې پر یوشمېر مخکښو بزګرانو د کرنې اړونده توکي ووېشل شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۵:۲۴
ننګرهار کې پر یوشمېر مخکښو بزګرانو د کرنې اړونده توکي ووېشل شول

۱۱ کب ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د « RRAA» موسسې په همکارۍ ددې ولایت« د کامې، ښیوې او ګوشتې »۲۶ مخکښو بزګرانو سره د نږدې ۳۵۰ زره افغانیو په رازښت د کرنې اړونده توکو مرسته وکړه.
ددې مرستې په وېش غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وویل، چې له دغو مرستو برخمن شوي بزګران په خپلو کرنیزو فعالیتونو کې د کرنې ریاست سپارښتنې علمي کړي او نورو بزګرانو سره یې هم شریکې کړي دي؛ ځکه یې ورسره دا مرستې وکړې.
ښاغلي بهسودي وویل، چې له دغو مرستو برخمن شویو بزګرانو ته د کرکېلي اړوند ۱۲ اړین توکي ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو او بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنې او بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د کرنې او بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې لا ډېر وي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت