ننګرهار کې پر یوشمېر مخکښو بزګرانو د کرنې اړونده توکي ووېشل شول

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۵:۳۵
ننګرهار کې پر یوشمېر مخکښو بزګرانو د کرنې اړونده توکي ووېشل شول

۵ سلواغه ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې « NHLP» په همکارۍ ددې لایت ۵۲ مخکښو بزګرانو سره د یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په رازښت د بڼوالۍ او کرنې اړونده توکو مرسته وکړه.
ددې مرستې په وېش غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وویل، چې له دغو مرستو برخمن شوي بزګران په خپلو کرنیزو فعالیتونو کې د کرنې ریاست سپارښتنې علمي کړي او نورو بزګرانو سره یې هم شریکې کړي دي؛ ځکه یې ورسره دا مرستې وکړې.

ښاغلي بهسودي وویل، چې له دغو مرستو برخمن شویو بزګرانو ته «د ونو د ښاخونو د پرېکولو لوی او کوچنۍ قیچي، اره، زینه، بیک، د درملو پمپونه، د بڼوالۍ توکي، محافظتي جامې» او نور اړین توکي ورکړل شوي دي.

ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو او بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنې او بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.

له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګران د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د کرنې او بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې لا ډېر وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت