ننګرهار کې پر انګورو د توافقي تجروبو ترسره کولو په موخه هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۸
ننګرهار کې پر انګورو د توافقي تجروبو ترسره کولو په موخه هڅې

۱۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ څېړنیز مرکز کې توافقي تجروبو ترسره کولو په موخه د انګورو ۷ نوعو ۳۵ بوټي کېنول شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د کرنې وزارت د څئړنو لوی ریاست له لورې په ختیځ زون کې د انګورو ۷ بېلابېلي نوعي د ښه توافق او پدې زون کې د ترویج په موخه ورکړل شوي، چې د ننګرهار بڼوالۍ په څېړنیز مرکز کې وکرل شوې.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل هڅه کوي، چې په ننګرهار کې د نورو مېوو په څېر د انګورو  یو کلکسون جوړ او مختلفي نوعي تر څېړنې لاندې ونیسي؛ ترڅو معلومه کړي چې کومه نوعه پدې زون کې ښه نتیجه ورکوي.
د ننګرهار په څېړنیز مرکز کې د مېوو  ۷ ملي کلکسونونه  او ۷  ننداریزې کروندې کرل شوي، چې د ستروسو سربېره بزګرانو ته دبېلابېلو مېوو لسګونه نوعو د کرلو سپارښتنې شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول سره وکتل

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول محمد شفیق مخلص سره په خپل کاري دفتر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د میدان وردګو د کرنې رییس په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ښه والي او د بزګرانو د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدرحیم نعماني، د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت چک او دایمیرداد ولسوالیو ته د. . .

بازگشت