ننګرهار کې لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د شېدو ټولولو مرکزونه جوړ شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۰:۷
ننګرهار کې لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د شېدو ټولولو مرکزونه جوړ شول

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایې ټولني په مالي ملاتړ ددې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شېدو ټولولو مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د شېدو ټولولو یاد مرکزونه د ۳۳۲ زره او ۶۴۰ افغانیو په لګښت د ننګرهار په سره رود، بهسود او دره نور ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
ښاغلی محسن وویل، چې د یادو مرکزونو جوړولو موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، حیواني محصولاتو ته بازار  موندنه، کاري فرصتونو برابرولو او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټه د شېدو راټولولو مرکزونو سربېره د مالدارۍ سکتور غښتلتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت