ننګرهار کې زرګونو بزګرانو سره د کیمیاوي او عضوي سرې مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۶:۱۲
ننګرهار کې زرګونو بزګرانو سره د کیمیاوي او عضوي سرې مرسته وشوه

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او په مالي لګښت په ننګرهار کې پنځه زره او ۴۰۰ بزګرانو ته کیمیاوي او عضوي(کمپوست)  سري ورکړل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د اکشن اېډ مؤسسې له لورې د ننګرهار په اتو ولسوالیو «بهسود، کامه، ګوشته، سره رود، کوزکونړ، چپرهار، رودات او بټي کوټ» کې زرګونه بزګرانو ته د ډېر حاصل ترلاسه کولو او د خاوري حاصلخیزی په موخه سرې ووېشل شوې.
ښاغلي محسن وویل، چې هر بزګر ته ۱۶۰ کیلو ګرامه عضوي سره، ۲۵ کیلو ګرامه توره او ۳۰ کیلو ګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
نوموړي وویل په راتلونکي کې یادو بزګرانو ته د سبو اصلاح شوي تخمونه هم ورکول کېږي.
د اکشن اېډ مؤسسه ددې سربېره په ننګرهار کې دبزګرانو او مالدارانو پیاوړتیا لپاره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، حیواني خوراکي او نورو اړونده برخو کې دبزګرانو او مالدارانو لاسنیوي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت