ننګرهار کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت دچرګانو درملو تولید او بسته بندۍ کارخونه په کار پیل وکړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۱۵
ننګرهار کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت دچرګانو درملو تولید او بسته بندۍ کارخونه په کار پیل وکړ

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ننګرهار کې د مومند کوټوال چرګانو درملو تولید او بسته بندۍ شرکت د درملو تولید او بسته بندی په برخه کې  په کار پیل وکړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او اقتصادي سپما لپاره یاد اقدام مهم وباله او همدارنګه یي د باکیفیته درملو تولیدولو غوښتنه وکړه. همدارنګه  محسن د یادې کارخونې چارواکو ته د خپلې ادارې له اړخه د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
دفاریکي مسؤل ډاکتر محمد غالب مومند وویل، چې د لومړې ځل لپاره یي په ننګرهار د درملو جوړولو او بسته بندۍ شرکت د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړ، چې د څارویو لس قلمه درمل به تولید کړي.
همدارنګه سلګونو کسانو ته په مسقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت