ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې درې کلنه پروژه پلي کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۰:۴۴
ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې درې کلنه پروژه پلي کېږي

 ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د اسلامیک ریلیف مؤسسې په مرسته په دې ولایت کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې درې کلنه پروژه پلي کېږي.
په همدې موخه په ننګرهار کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې له لورې د ننګرهار،  لغمان او اسلامیک ریلیف مؤسسې ۴۰ تنو د کرنې، روغتیا او ښووني برخي کارکوونکو ته  د «هیلپ»  یا روغتیا،  ښوونې او بدیل معشیت دري کلني پروژي پیژندنې او په اړونده برخو کې د شته کړنو په په تړاو معلومات شریک شول.
په ورکشاپ کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري او د ننګرهار او لغمان ولایتونو د  کرنې، روغتیا او ښوونې او روزني کارکوونکو برخه اخیستي وه.
د اسلامیک ریلیف مؤسسې د بدیل معشیت د برخي مسول انجنیر هجرت الله امیري وویل دوی د ننګرهار په دوو ولسوالېو خوګیانو او شیرزادو کې ۱۴۰۰ بزګرانو ته دسبو، غله جاتو او کرنیزو  وسایلو  مرسته کوی؛ هغه همداراز وویل: « ۱۴۰۰ بزګران له سیمه ییزو مارکیټونو سره نښل، ۲۰۰ بزګرانو ته دکار زمینه برابرول،  ۱ چیک ډیم جوړول، ۲۰۰ تنو بزګرانو سره د اقلیم د بدلون په برخه کې د مقاومو ورایټیو  ورکول او څېړنو په برخه کې د پوهنتون استادانو په ګډون د کرنې ریاست د څېړنو سره په همغږۍ کارکول مو لومړیتوبونه دي.»
دغه راز امیري وویل، چې ۱۸۰۰ تنه  بزګران به مستقیم او ۱۰ زره ۸۰۰  غیر مستقیم ډول ددي پروژي ګټه اخیستونکي وي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې دکرنې او مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول، د بزګرانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې خلکو او بزګرانو ته د کارزمینې برابرولو ترڅنګ د بزګرانو کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

بازگشت