ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو پیل

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۰ - ۱۱:۲
ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو پیل

۲۰ غویی ۱۳۹۹
د ننګرهار په ولایت کې د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې.
په دغو پروژو کې د پیاز او کچالو ساتنې لپاره زېرمتونونه او د سبو او مېوو وچوونکي ماشینونه شامل دي.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو ددغو پروژو د پلي کولو په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د پرمختیایي شوراګانو له چارواکو سره د دغو پروژو د پلی کېدو د هوکړې په لاسلیک غونډه کې وویل، چې یادې پروژې ددې ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې پلي کیږي، چې عملي چارې به یې راتلونکې اوونۍ پیل شي او د څلورو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ښاغلي میاخېل په وینا د یادو پروژو په پیل کېدو سره به ۲۲۵۰ کسانو ته په مستقيم او شاوخوا ۱۶  زره کسانو ته په غيرمستقيم ډول کاري زمينې برابرې شي.
د ننګرهار والي وویل، چې د دې ولايت اقليم او ځمکه کرنې او مالدارۍ ته ښه مساعده ده؛ په همدې موخه په کرنيز سکتور کې د ولسمشر  پاملرنه هم دې ولايت ته زياته شوې او له همدې امله یې د ولسمشر، کرنې وزارت او اړونده چارواکو څخه مننه او قدرداني وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله ساپی وويل، چې له غنمو او وريجو وروسته کچالو او پياز په عاجلو خوراکي موادو کې شمېرل کيږي، چې پخوا يې ساتنه نه کېده او بزګرانو به په ډېره ټېټه بیه په سوداګرو پلورل، چې وروسته به د نورو ادرسونو له لوري په بازار کې په لوړه بيه وړاندې کېدل.
ښاغلی ساپی وویل، چې د دې پروژو په تطبيق سره به له ۸۰ سلنې ګټې څخه مستقيماً بزګران برخمن شي او همدا راز په بازار کې به هر مهال سبو او مېوو ته لاسرسی ولرو.
هغه زياته کړه، چې سږکال به د اټکل له مخې په دې ولایت کې ۳۰ زره ټنه پياز توليد شي، چې په نويو زېرمتونونو  کې به وساتل شي او په بازار کې به د پيازو او کچالو  په بیو کې هم کموالۍ رامنځته شي.
د ننګرهار د کرنې رییس  وويل، چې  رومي بانجان، اوږه، ګشنيز، ادرک، بانجان او ځينې نور هغه سابه چې ژر لمنځه ځي لمريزې برېښنا سره عيار شويو ماشينونو باندې به وچ او بازار ته  به وړاندې شي.
د ولايتي شورا غړی ډاکتر ناصر کاموال په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو پر پلي کېدو خوښي وښود او وویل، چې په دې سره به ددې ولایت کرنیز توکي له خوسا کېدو وژغورل شي، په بازار کې به سابه او مېوه ډېر او ډېره ګټه به یې بزګرانو ته ورسیږي.
د بزګرانو په استازیتوب عبدالظهور خبرې وکړې، هغه د نویو پروژو د پلي کېدو په پار د کرنې وزارت څخه مننه وکړه او وویل، چې د زېرمتونونو او سړوخونو د نشتون له امله دوی اړو چې د فصل د تولید پر وخت خپل تولیدي توکي په کمه بیه خرڅ کې خو اوس ددغو پروژو په پلي کېدو سره هیله لري، چې کرنیز توکي یې پر وخت او ښه بیه بازار ته وړاندې شي.
ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه  د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي او ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې هم وېشل کيږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت