ننګرهار کې د څه باندې ۷.۶ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د يو کانال او سربند چارې پيل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۲۷
ننګرهار کې د څه باندې ۷.۶ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د يو کانال او سربند چارې پيل شوې

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د خوږیاڼو ولسوالی د وزیر په احمد خېلو سیمه کې د اووه میلیونه او ۶۳۷ زره افغانیو په لګښت د ۸۰۰ متره کانال او یوسربند د جوړولو چارې پیل شوې.
ددې پروژې په پیل غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوی عزیز الله مصطفی، د علماوو شورا مرستيال شيخ لعل محمد صديقي، د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن، د ننګرهار اقتصاد رییس مولوي عطاء الرحمن فاتح، د خوږياڼو ولسوال عبدالله رحماني، د کليو بیا رغونې او پراختيا رییس مولوي قسمت الله مبارز، د اکشن ايډ مؤسسې رییس عبدالواسع حنفي او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د يادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ولایت مرستیال مولوي عزيزالله مصطفی وويل، چې هېواد کې شاوخوا څلويښت کاله جګړه تېره شوې او ډيرې ابادۍ ته اړتيا لري، نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان هر ځل په نظامي برخه کې بریالیتوب ترلاسه کړی؛ خوا داځل له نظامي بريا وروسته به د ابادۍ، پرمختګ او ځان بساينې په برخه کې هم بريالي کېږو.
هغه وويل، چې په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ په موخه هم هڅې زياتې شوي او داځل به اقتصادي جګړه هم ګټو، د ولایت مرستيال دغه راز د «یو،ان،ډي،پي»  او اکشن ايډ مؤسسې له مسئولينو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه ترڅو په نورو ولسوالیو کې هم دا ډول پروژې پلې کړي.
د علماوو شورا مرستيال شيخ لعل محمد صديقي په خپلو خبرو کې وويل، چې اميرالمؤمنين حفظه الله ابادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او مسئولينو ته يې سپارښتنه کړې، چې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې ډېرې پروژې پلې کړي.  هغه دغه راز له مرستندويه مؤسسو غوښتنه وکړه، چې لرو پرتو سيمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وويل، چې دغه کانال د د دوی تر څارنې لاندې جوړېږي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د سيمې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي، نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي ترڅو په نورو ولسواليو کې هم د کرنې، اوبو لګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې ګټورې پروژې پلې کړي.
د ننګرهار اقتصاد رییس مولوي عطاء الرحمن فاتح وويل، چې اداره يې ټولو سکتورونو ته پر وخت پروژې ور وپېژني، مؤسسو سره کاملاً هکماري لرو، له مؤسسو څخه يې د نورو پروژو پلې کولو او له ولس څخه د پروژو په ساتنه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خوږياڼو ولسوال عبدالله رحماني د ولایت له مرستيال او ټولو مسئولینو مننه وکړه، چې دې ولسوالی ته يې د کانال او سربند پروژې د پرانیستو په موخه سفر کړی، نوموړي په يو شمېر برخو کې د خپل ولس ستونزې شریکې کړې او د چارو په ښه تطبيق کې يې مسئولينو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د اکشن ايډ مؤسسې رییس عبدالواسع حنفي د ولایت مقام او اړونده ادارو له مسئولينو مننه وکړه، چې په چارو کې ور سره همکاري کوي، نوموړي وويل، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي مرسته د ۸۰۰ متره په اوږدوالي يو کانال جوړوي او ۷۲ متره سربند رغوي، همدا راز د کانال او سربند په دواړو خواو کې۳۰ – ۳۰ متره استنادي دېوالونه جوړوي، چې په کې ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او پر دې کانال به ۷۲۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۲۵
Background image

د کندهار ژړۍ کې دوه زره بېرته راستنو شويو کډوالو ته ځمکې ووېشل شوې

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کندهار د کور او ښار جوړونې ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: دبهسودو په ولسوالی کې ٥٠ جریبه ځمکه د ازادې دوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه


۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د بهسودو ولسوالی خشکنبد سیمه کې ٥٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترويج مديرانو په چپرهار، رودات او نازیان ولسواليو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د. . .

بازگشت