ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې او بیا رغولو په موخه چارواکو او قومي مخورو سره جلا جلا ناستې وشوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۲

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او د ځنګلونو ساتنې کمیټې مشر مولوي محمد ولي محسن او نورو مسؤلینو د اچین، سپین غر، کوټ او هسکي مېني  ولسوالیو ولسوالانو، مرستیالانو،استخباراتو مدیرانو او قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې او لرې پرتو ولسوالیو د ولسونو ستونزو تشخیص او ورته د حل لارې پیداکولو په موخه وکتل.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کړنلارو او ځنګلونو ساتني طرزالعملونو د تطبیق او خلکو ته د ځنګلونو ارزښت، ساتنې او د ځنګلونو د پریکولو مخنیوي او سلا مشورو  په موخه مشرانو سره ناسته ترسره کړه.
ښاغلي محسن وویل، چې ددې کمېټې دنده داده ترڅو دځنګلونو د ساتنې، ستونزو تشخیص، ځنګلونو د پریکولو مخنیوی، د ځنګلونو بیا رغولو او نورو اړونده برخو معلومات راټول او د کرنې  وزارت سره د یو تفصیلي راپور په شکل  شریک او ترهغه وروسته د مشرانو دحکم مطابق اجرآت ترسره شي.
د څلور واړو ولسوالیو قومي مخورو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ځنګل ساتنې کمیټې مسؤلینو سره شریکي کړې او هم یي د ځنګلو ساتلو او بیا رغولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
قومی مشرانو د اوبو د ښه مدیریت په موخه د بندونو، سربندونو جوړولو، په ځنګل کې د څارویو د څرولو مخنیوي، اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او  مالدارۍ په برخه کې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن قومي مشرانو ته په ټولو قانوني چارو کې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د ځنګلونو ساتنې ولایتي کمیټه چې د کرنې رییس په مشرۍ جوړه شوی ده، په ترکیب کې یې د ننګرهار ولایت مقام، علمآوشورا، استخباراتو، قول اردو اوقومندانۍ استازي برخه لري، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د ولسوالیو مسؤلینو او قومي مخورو سره سلا مشورې ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت