ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۵:۰
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
 دغه غونډه، چې د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد په مشری ترسره شوه، چې په کې پر تېرو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز په دې غونډه کې د جلال اباد  د ښاروالۍ اړوند د زاړه ښار پر یو شمېر موضوعاتو باندې بحث وشو، او دیادې سیمې له متصرفینو سره هم ولیدل او مشکلات یي واوریدل شو.
ورته مهال د تخنیکي پلاوي غړو د شمشاد مېنې ښارګوټي، اومید آباد، کمپونو، قاسم اباد ښارګوټي او سیاسنګ ښارګوټي څخه هم لیدنه وکړه، او دیادو سیمو بشپړ حد فاصل تثبیت شو، او غیر قانوني متصرفینو ته خبرداری ورکول شو چې د نوي کار کولو او همدا راز پېر او پلور څخه په کلکه ډډه وکړي، که هر چا سرغړونه وکړه د افغانستان اسلامي امارت د اصولو سره سم به عدلیي او قضایي څانکو ته ور وپېژندل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت