ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۱۲
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

۳۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. 
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي سرخ رود ولسوالی کې چې د خیراباد او فتح اباد سیمه د حاجي عبدالقدیر په نوم  ښارګوټي جوړ شوي له نږدې وکتل.
پدې لیدنه کې، چې دغصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره د عدلیي رییس، جلال اباد  ښاروال، د فرمانونو او حکمونو د تطبیق رییس، قومندانې مرستیال، ښارجوړونې رییس، قضایایې امارت امر او کدستر مسوول حضور درلوده.
 د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی  تخنیکي پلاوي  سرخ رود ولسوالی د حاجي عبدالقدیر ښارګوټي او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته د یاد ښار کوټي حدود، نوعیت، کروکي، سکیج، او حد فاصل معلوم او د «جي،پي،اس» نقطې واخیستل شوي، چې  مساحت یې معلوم او  وروسته به پرې پرېکړه ووشي.
دغه راز د خدرخېلو قوم د یاد ښارګوټي ځمکه خپل شخصي ملکیت ګڼي او د شرعي اسنادو د لرلو ادعاهم لري.
همدارنګه پریکړه وشوه چې راتلونکې غونډه کې دخدرخېل قوم د ټولو اسنادو سره را وغوښتل شې او د اراضي په دفاترو کې هم اسناد ولیدل شي؛  ترڅو موضوع ښه وڅیړل شي او د وروستي اجرآتو لپاره د غصب د مخنیوي مرکزي کمیسیون ته واستول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت