ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۹:۳۰
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکې پلاوی د ننګرهار ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوی عبدالستار محمد تر مشرۍ لاندې چې د تخنیکې پلاوی غړو د ننګرهار عدلیې رییس، د مستوفیت رییس، امنیه قومندانۍ مرستیال، حج اوقافو رییس،  جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، ښارجوړونې رییس، کدستر امر، کار او ټولنیزو چارو رییس او د قضایای امارت امر ګډون درلوده خپله نهمه نوبتې غونډه تر سره کړه.
د غونډې په پيل کې  په تیرو موضوعاتو باندې بحث او رڼا واچول شوه،  او هم د ښاروالې پورې اړوند د قاسم اباد د ښارګوټي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې ریاست اړوند ۱۰۰ جریبه ځمکې د غصب په مورد تصمیم ونیول شو، چې د قاسم دښارګوټي موضوع به د ننګرهار والي  سره شریکوی ترڅو یاده پروژه د غاصبینو له منګولو خلاصه او د پروژې مکمل تطبیق او هم سند لرونکو  اشخاصو ته چې پخوا نمرې د ښاروالې لخوا ورته ویشل شوې تسلیم شي . 
همداراز د ځمکو د تخنیک چارو امریت ته دنده وسپارل شوه تر څو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ښیوي ولسوالۍ د تارانو په ساحه کې د اجارې لاندې ځمکو ټول اسناد او معلومات ترتیب او د کدستر امریت اړوند انجینرانو په شمول د ساحي څخه لیدنه ترسره او کروکې کي يي راتلوونکې غونډه کې د تصمیم نیونې په موخه د تخنیکې پلاوی سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت