ننګرهار کې د ولسوالیو د بوټو ساتنې چارواکي وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۹:۴۴
ننګرهار کې د ولسوالیو د بوټو ساتنې چارواکي وروزل شول

د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د کرنیزو خدمتونو امریت د بوټو ساتنې او قرانطین لوی مدیریت له لوری د دې ولایت د ۲۲ ولسوالیو د بوټو ساتنې چارواکو ته د نباتي افاتو او ناروغیو مخنیوی برخه کې روزنه ورکړل شوه.
د پروګرام په پیل کې د ننګرهار د کرنې ریاست مرستیال قاری فضل الرحمن صادق د ولسوالیو د بوټو ساتنې چارواکو ته د حاضري د پابندۍ سربېره د شته امکاناتو څخه په ګټې اخستنې سره کروندګرو ته پر وخت د ښه خدماتو وړاندې کولو، د نباتي ناروغیو او افاتو پر خپل وخت کنترول او مجادلې برخه کې لازمي سپارښتنې وکړې. 
همداراز د کرنیزو خدمتونو امر هم یادونه وکړه، چې د نباتي بېړنیو آفاتو او ناروغیو رامنځته کېدو صورت کې باید د خپل مدیریت سره په عاجله توګه په اړیکه کې شي، او د مخنیوي لپاره يي باید عاجل اقدام وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت