ننګرهار کې د همکارو مؤسسو له چارواکو سره د کرنې وزارت د مالی او اداري مرستیال مشورتي ناسته

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۳:۴۹
ننګرهار کې د همکارو مؤسسو له چارواکو سره د کرنې وزارت د مالی او اداري مرستیال مشورتي ناسته

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د ننګرهار ولایت مرستیال او سرپرست والي مولوي سعید احمد بنوري، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو لوی رییس مولوي سادات شېرزاد، د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د حکومتي اداراتو رییسانو، د همکارو مؤسسو او نړیوالو ادارو د استازو په شتون کې د دغه ولایت د مقام په تالار کې غونډه دائره کړه.
دغه ناسته په ننګرهار ولایت کې د بې ځایه شویو، کورنیو مهاجرینو د اوسېدو ځآی او هستوګنځیو د څېړنې، تثبیت او تفکیک په موخه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي وویل، چې له غونډې څخه یې موخه د کډوالو، بې ځایه شویو او د هغوی د اوسېدو د سیمو په اړه بحث او د ټولو د نظرونو ترلاسه کول دي هغه زیاته کړه: «د امارت د رهبرۍ له خوا ګمارل شوي یو، ترڅو د ننګرهار په شته کمپونو کې د مهاجرینو د شمېر او د هغوی د اوسیدو ځایونه وڅېړو او معلوم یې کړو، په دې کار کې ستاسو نظرونه او همکاري اړینه ده، په تېرو څو لسیزو جګړو کې ولسونه ډیر زیانمن شوي دي او اوس اړتیا ده، چې دوی وپېژندل شي او دا د ا.ا.ا پریکړه ده، موږ له ټولو خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو څخه غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»
د کرنې وزارت د مالی او اداري مرستیال له وینا وروسته د ننګرهار ولایت دولتي چارواکو او د نړیوالو مؤسسو (IOM, UNHCR, OCHA) استازو د موضوع په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

نشست مشورتی معین مالی و اداری وزارت زراعت با مسوولان موسسات همکار در ننگرهار 
۱۵ سنبله ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نشستی را با حضور مولوی سعیداحمد بنوری معاون و سرپرست ولایت ننگرهار، سادات شیرزاد رئیس عمومی بیجاشده‌گان داخلی وزارت مهاجران، مولوی عبدالستار  محمد رئیس زراعت ننگرهار، روساء ادارات حکومتی و مسوولان موسسات همکار و سازمان‌های بین‌المللی در تالار مقام آن ولایت دایر نمود.
این نشست به هدف بررسی، تثبیت و تفکیک بیجاشده‌گان، مهاجرین داخلی مسکن‌گزین مقیم ولایت ننگرهار و محل زندگی آن‌ها دایر شد.
در مجلس مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت هدف از برگزاری نشست را مشورت جهت تشخیص بهتر تعدادی مهاجران، بیجاشده‌گان و ساحه زندگی آن‌ها و دریافت نظریات همه بیان کرده افزود" از طرف رهبری امارت موظف شدیم تا تعداد مهاجران و ساحه زندگی آن‌ها را در کمپ‌های موجود در ننگرهار بررسی و مشخص کنیم، نظریات و همکاری شما در این فعالیت ضروری است، مردم در چندین دهه جنگ بسیار متضرر شده‌اند و حالا نیاز است که مشخص شوند و این فیصله ا.ا. افغانستان است، از تمام بنیادهای خیریه و سازمان‌های بین‌المللی میخواهیم که در این عرصه ما را همکاری کنند".
 بعد از صحبت معین مالی و اداری وزارت زراعت مسوولان دولتی ولایت ننگرهار و نماینده‌گان نهادهای بین‌المللی(IOM, UNHCR, OCHA) نظریات و پیشنهادات خویش را در زمینه موضوع شریک ساخته و جلسه با  دعای خیر خاتمه یافت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت