ننګرهار کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۹:۴
ننګرهار کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي او د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د دې ولایت د بهسود په ولسوالی کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د پنځو پروژو چارې چې په کې د ګلبهار، میران، نهرشاهي اول، نهرشاهي دویم او پاینده کلا کانالونه شامل دي د رغولو چارې بشپړ او د جلا جلا غونډو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال، د یاد ولسوالی سیمه ییزو چارواکو، د «FGA» مؤسسې چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د ننګرهار دکرنې ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق وویل، چې د 12 میلیونه او 8 سوه زره افغانیو په لګښت د ګلبهار کلي کې 690 متره کانال په اساسې ډول ورغول شو، 192 متره په اوږدوالی د ګبین په واسطه زابر جوړ شو او همداراز 3420 متره زابر پاک کارې او د 8 کیلو متره په اوږدوالی د کانال منځنی برخه ورغول شوه.
د میرانو کلی کې 231 متره په اوږدوالی یو کانال په اساسي توګه جوړ شو او همداراز د 11 کیلو متره کانال منځنۍ برخه هم ورغول شوه.
نهرشاهي اول کلی کې 200 متره په اوږدوالی یو کانال په اساسي توګه جوړ شو او د 10 کیلو متره په اوږدوالی دکانال منځنۍ برخه هم ورغول شوه. 
دغه راز د نهرشاهي دویم کلی کې 67 متره په اوږدوالی یو کانال په اساسي ډول جوړو شو، او د 8 کیلو متره په اوږدوالی د کانال منځنۍ برخه هم ورغول شوه. 
ددې ترڅنګ پاینده کلا کلی  کې 98 متره په اوږدوالی یو کانال په اساسي ډول جوړ شو، او د 10 کیلو متره په اوږدوالی د کانال منځنۍ برخه ورغول شوه. .
ددغو پروژو په پلي کولو سره نږدې ۴۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شوه، او په سلګونه جریبه نوره ځمکه د زیم څخه وژغورل شوه.  
 صادق پر قومي مشرانو غږ وکړ چې د دغو پروژو په ساتنه او مراقبت کې پوره پاملرنه ولري او تخریب ته يې پرې نږدې، 
دغه راز په دې غونډه کې،  د قومي مشرانو لخوا د ننګرهار د کرنې ریاست کړنې وستایل شوې او د کرنې ریاست مرستیال ته يې د اعزاز پټګۍ په سر کړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت