ننګرهار کې د غواګانو د پوستکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون کمپاین پیل شوی

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۹:۴۲
ننګرهار کې د غواګانو د پوستکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون کمپاین پیل شوی

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) له لورې د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون ددې ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د غواګانو د پوستکې ناروغۍ (لمپي سکین) د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون کمپاین د بهسود ولسوالۍ د خاص بهسود سیمې څخه رسماً څارویو ته د واکسین کولو کمپاین پیل شو.
د کمپاین د پیل پرمهال د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد فارم لرونکو او مالدارانو ته د یادې ناروغۍ په اړه وویل، چې د غواګانو د پوستکې ناروغي یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې په غواګانو کې د جلد خرابیدو او په پوستکې کې د غوټو او زخمونو پیدا کیدلو په شکل راڅرګندېږي، چې په نتیجه کې غواګانې خپل وزن د لاسه ورکوي، د شېدو په تولید کې يي کموالي راځي او د تلفاتو لامل يي کرځي، چې دغه ناروغي د چیچونکو حشراتو په وسیله د یو څاروی څخه بل څاروی ته لېږدول کېږي. 
ختیځ زون کې د (FAO) مسؤل خوشحال آصفي،  د ننګرهار د کرنې ریاست د څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودی او د (FAO) دفتر د مالدارۍ برخې مسؤل عبدالمعروف کوچې، چې د کمپاین پرمهال يي د کرنې اداری رییس ملتیا کوله، هر یو په خپل وار سره خبرې وکړې، اصفي زیاته کړه چې تېر کال په اوه ولسوالیو کې ۲۰ زره غواګانو ته یاد واکسین تطبیق شوي وه او ۷ زره مالدارانو ته يې په اړه عامه پوهاوی ورکول شوې وه. خو سږکال د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون۲۲ ولسوالیو کې د ۴۶ سیمه ییزو وترنرانو په واسطه ۲ سوه زره غواګانو ته د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین تطبیق کېږي، او همداراز ۶۰ زره مالدارانو ته به په اړه يې عامه پوهاوي هم ورکول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت