ننګرهار کې د سټروسو نږدې زر جریبه نوي بڼونه جوړیږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
ننګرهار کې د سټروسو نږدې زر جریبه نوي بڼونه جوړیږي

۲۹ سلواغه ۱۳۹۸
د هېواد په ختیځ زون کې «ننګرهار، کونړ او لغمان» هغه ولایتونو دي، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده. خو د دغو ولایتونو له ډلې بیا په ننګرهار ولایت کې د سټروسو «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه ډېر دي.
د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه جوړ کړي دي، خو د ننګرهار د سټروسو ډېری بڼونه ددې ولایت په خېوې، کامې، ګوشتې، سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خیلو، خوګیاڼي، رودات، مومندرې، دره نور ولسوالیو او د جلال اباد په ښارکې شتون لري.
په هېواد کې د سټروسو او نورو مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو د هلوځلو په دوام داځل د کرنې وزارت د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له خوا په ننګرهار کې د سټروسو او نورو مېوو
۹۶۰ جریبه نوي بڼونه جوړیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا سږکال ددې ولایت په اچین، کوټ، رودات، خوګیاڼي، شیرزاد او چپرهار ولسوالیو کې د مالټې، لیمو، املوک، شفتالو، مڼې، چهارمغز، ناک، الوچې او ګیلاس
۹۶۰ جریبه نوي بڼونه جوړیږي، چې په دغو بڼونو کې به ۱۳ زره او ۹۰۰ او ۹۸ تصدیق شوي نیالګي کېنول شي.
د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه « CBARD» پر دې سربېره، چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې ننګرهار ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت